دې هېل نشریه په یوه مقاله کې لیکي چې امریکا په افغانستان کې د یوه پیاوړي، شفاف، مرکزي، مدرن او دیموکراتیک دولت په جوړولو کې بریالۍ نه شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زیاته کړې، د دې وخت دی چې امریکا له افغانستان و وځي، ځکه دوی په خپلو ژمنو کې بریالي نه شول.
د سرچینې په خبره امریکا دا ۱۹ کاله په افغانستان کې همدا خبره کوي چې د یوه قوي او منظم حکومت جوړول یې هدف دی، خو په دومره موده کې بریالي نه شول، چې له دې وروسته به هم بریالي نه شي.
مقاله کې لیکل شوي، چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې ده خو دغه هوکړه له همدې پیله ناکامه برېښي ځکه په افغانستان کې یو لوری نه دی او دا ممکنه نه ده چې د سولې هوکړه دې ټولو ته د منلو وي او یا دې طالبان له افغان حکومت او ټولو ډلو سره توافق وکړي.
سرچینه کاږي امریکایي چارواکي اړ دي چې نور په افغانستان کې د ولسواک نظام د جوړولو لپاره پيسې و نه لګوي او خپل سرتېري قرباني نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل