۰
د امریکا سفارت:

طالبان وروستیو بریدونو لپاره د زمینې برابرولو مسوول دي

پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، طالبان په افغانستان کې د وروستیو بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو کې مسول دي.
طالبان وروستیو بریدونو لپاره د زمینې برابرولو مسوول دي
په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، طالبان په افغانستان کې د وروستیو بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو کې مسول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد سفارت مرستیالې کرین دیکر پرون د ولسمشر غني له دوهم مرستیال سروردانش سره په یوې ویډیويي اړیکه کې کړې دي.

په دغه اړیکه کې دواړو لورو په افغانستان کې د تروریستي ډلو له خوا د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، د سولې پروسې او له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت پر اقداماتو خبرې کړي.

د ښاغلي دانش له دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې د آغلې دیکر له قوله ویل شوي چې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې ته د رسېدو لپاره باید ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

په ورته وخت کې د امریکا د سفیر مرستیالې په کابل او ننګرهار کې پرونیو بریدونو ته په اشارې ویلي، که څه هم طالبانو د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی، خو دوی مسول دي چې د تاوتریخوالي او داسې بریدونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

آغلې دیکر په کابل کې پر سل بستریز روغتون برید چې په کې نويو زېږېدلو ماشومانو، ښځو او روغتیايي کارکوونکو ته مر‌ګ‌ژوبله واوښته وحشیانه عمل بللی دی.

د امریکا د سفیر مرستیالې د طالبانو د برېدونو زیاتوالي ته په پاملرنې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته د افغان ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر غني فرمان د پوهېدو وړ بللی دی.

بل خوا ښاغلي دانش ویلي طالبان د بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو کې مسول دي او پر وینا یې د دغې ډلې یو شمیر شبکې اوس له داعش سره همکاري کوي.

د یادونې ده، چې پرون د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي هم و ویل، چې طالبان په ټولو هغو بریدون کې په یو ډول لاس لري چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د یوې اعلامیې په نشرولو سره د دغو بریدونو له مسؤلیت څخه ځان نشي خلاصولی.

د ښاغلي صدیقي په وینا طالبانو د لسګونو تروریستي ډلو لپاره چې د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي یو ډاډمن فُرصت برابر کړی دی.

دی وايي، طالبان لا هم له القاعده، حقاني او نورو شبکو سره نه شلېدونکې اړیکې لري او دا ډله ترې انکار نشي کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي