لیندسي ګراهام:

د وروستي وحشت عاملینو ته باید په پوره قوت ځواب ورکړل شي

25 ثور 1399 ساعت 10:49

مشهور امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وایي، په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو عاملینو ته باید غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل شي.


مشهور امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وایي، په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو عاملینو ته باید غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ګراهام زیاته کړې، نور له دې سره موافق نه دی چې د هرې پېښې په اړه پلټنې کېږي بلکې امریکایي ځواکونه او افغان حکومت باید د تېرو ورځو د وحشتناکه بریدونو عاملینو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي، باید په ټول قوت دوی وځپل شي او له دغه ډول کړنو را وګرځول شي.

د یادونې ده، چې د تېرې سه شنبې غوايي ۲۳ مه ننګرهار کې د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید ۳۶ تنه و وژل او ۱۳۰ نور یې ټپیان کړل او دغه راز کابل کې په یوه ولادي نسايي روغتون د وسله والو په برید کې بیا ۱۳ تنه و وژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول، چې ټولې ښځې او ماشوم وو.

دغه بریدونه په نړیواله کچه وغندل شول او دا یې یو ښکاره جنایت وباله.

که څه هم تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو افغان حکومت یې عامل طالبان بولي، ولې طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com