خلیلزاد:

که حکومت او طالبان د ترهګرۍ ضد ګډ دریځ ونه نیسي، جګړې به دوام ولري

25 ثور 1399 ساعت 10:53

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې ورستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، که حکومت او طالبان د ترهګرۍ ضد ګډ دریځ ونه نیسي، افغانستان کې به جګړې دوام ولري.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې ورستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، که حکومت او طالبان د ترهګرۍ ضد ګډ دریځ ونه نیسي، افغانستان کې به جګړې دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ټینګار کړي، چې د دوو ښکېلو افغان خواوو ترمنځ همکاري له ګډ دښمن یعني له داعشي تروریزم سره د مبارزې او سولې لپاره ضروري ده.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه د تروریزم ضد د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د همکارۍ د اړتیا پر ضرورت د ټینګار په ترڅ کې لیکلي« د داسې یوه ګډ دښمن په ضد چې دا ډول جنایتونه تر سره کوي او د کویډ ۱۹ د محدودولو لپاره د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړینه ده، په دې کې پاتې راتلل به افغانستان د ترهګرۍ، پرله پۍې بې  ثباتۍ او اقتصادي ناخوالو په وړاندې بې  زیان مننکي پرېږدي اوس د سولې  په لور د پرمخ تللو مهال دی.»

د یادونې ده، چې کابل او ننګرهار کې وروستیو دوه خونړیو بریدونو کابو ۲۰۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

په ننګرهار کې په جنازې ځانمرګی برید وشو، چې ۳۶ تنه یې و وژل او ۱۳۰ نور یې ټپیان کړل او کابل کې بیا پر ولادي نسايي روغتون برید کې ۱۴ تنه و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي، ولې افغان حکومت یې مسوول طالبان بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127867

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127867/

جمهور
  https://www.jomhornews.com