پکتیا کې موټر بم برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

25 ثور 1399 ساعت 10:56

امنیتی چارواکي وايي، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ګڼې ګونې پر مهال موټر بم برید لسګونو ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


امنیتی چارواکي وايي، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ګڼې ګونې پر مهال موټر بم برید لسګونو ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  کورنیو چارو وزارت د برید پخلی کوي، خو وايي د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وايي، موټر بم برید نن پنشنبې د غوايي ۲۵ مه  سهار مهال د ګردیز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوی دی.

نوموړی وايي، په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي نو ښایي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

آرین وایي چې دغه برید د ننګرهار او کابل د بریدونو دوام دی او مسوولین یې لشکر طیبه او حقاني شبکه دي.

په ورته وخت کې د تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ایمل مهمند ویلي، په برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید ۱۶۸ تنو ته او کابل کې پر روغتون برید کابو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر اوسه د دغه  بریدونو مسوولیت هم چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com