لوګر کې دوه ځانمرګي وژل شوي دي

27 ثور 1399 ساعت 10:03

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د لوګر مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وړاندې دامنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي  چارواکي تاییدوي، چې د لوګر مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وړاندې دامنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي وايي،  د شپې په ۹ بجې پولیسو دوه تنه انتحاریان، چې پر موټرسایکل سپاره ول، تعقیب کړل او د ښار د پولیسو لومړۍ حوزې ته تر داخلېدو وروسته یې په نخښه کړل او ویې وژل.

د ښاغلي احمدزي په وینا ځانمرګو غوښتل چې برید وکړي خو د هغو د وژلو له کبله ملکیانو او پوځیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله وانه اوښته.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د لوګر ولایتي چارواکو هم نه دي ویلي چې وژل شوي مشکوک انتحاریان په کومې ډلې بورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ  د سه شنبې په ورځ د ننګرهار په ښېوې ولسوالي او د کابل د برچي پر روغتون دوو بردونو ۵۷ تنه ووژل او تر تر ۱۸۰ پورې نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com