د سولې ولسي حرکت غړي وايي، د ملي امنیت ځواکونو یې په ننګرهار کې څو غړي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، د دې حرکت غړیو غوښتل په جلال اباد ښار کې لاریون وکړي خو ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.
هغه زیاته کړې«نن موږ په ننګرهار ولایت کې لاریون کاوه او د جګړې له ټولو لوریو موږ غوښتل چې جګړه او افغان وژنه ودروي.»
دای وايي، تر دې مخکې دا لاریون د ننګرهار ولایت له چارواکو سره هماهنګ شوی وو خو نه پوهيږي ولې يې غړي نیول شوي دي.
د دې پيښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او نه هم په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل