د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان هوکړې ته ژمن او پر امریکایانو یې هېڅ برید نه دی کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په وروستۍ تازه مرکه کې یو وار بیا ویلي، طالبان د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو کې لاس نه لري.
ده ټینګار کړي، چې طالبان هوکړې ته ژمن او پر امریکایانو یې هېڅ برید نه دی کړی، بلکې افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې سبوتاژ په هدف د داعش خراسان ډلې کړې دي.
خلیلزاد وایي، اوږده موده یې کابل کې له چارواکو سره نه دي کتلي او تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکوي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي.
دغه راز ده زیاته کړې چې د دوحې تړون عملي کول د طالبانو او امریکا دواړو له خوا په ښه توګه ګام پر ګام عملي کېږي او خپله ولسمشر ټرمپ دغه بهیر کلک څاري تر څو افغانستان کې د امریکایانو نظامي حضور صفر او ژر دغه هېواد ته سوله راشي.
جمهورخبري آژانس:کابل