اروپايي ټولنه:

افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د سبوتاژ لپاره شوي دي

27 ثور 1399 ساعت 10:11

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کوبیا نن جمعه ماسپښین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له قهر او غوسې سربېره لا هم باید د ټولو هدف او تمرکز پر سوله وي.

نوموړي ویلي، ترهګرې ډلې سوله نه غواړي او د میندواره مېرمنو پر روغتون برید ممکن د سولې دهڅو د مخنیوی لپاره شوی وي.

هغه لیکلي«ډېر شته چې سوله نغواړي، د هغوی په دام کې باید ایسار نشو، قهر او غوسه باید کنترول کړو او سوله لاهم هدف وټاکو.»

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد وروستي بریدونه پر داعش ډلې ور اړولي اوویلي یې دي چې داعش نغواړي په افغانستان کې سوله وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com