۰

امریکا یو شمېر نور سرتېري هم له افغانستان څخه باسي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
د امریکا نظامي چارواکي وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لړۍ روانه ده او ډېر ژر به یو شمېر نور سرتېري هم له دغه هېواد څخه وایستل شي.
امریکا یو شمېر نور سرتېري هم له افغانستان څخه باسي
د امریکا نظامي چارواکي وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لړۍ روانه ده او ډېر ژر به یو شمېر نور سرتېري هم  له دغه هېواد څخه وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال جوناتن هافمین ویلي، له طالبانو سره د کړې هوکړې سره سم به تر جولای پورې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځه نورې اډې هم پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغه مرکزونو څخه تر وتلو وروسته به یې افغانستان کې ۵۶۰۰ سرتېري پاتې شي.

د هافمین ویلي، امریکا د سولې هوکړې ته ژمنه ده او د هوکړې له مخې د ۲۰۲۱ کال تر لومړنۍ نیمايي پورې باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه و وځي.

په ورته وخت کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا خبر تایید کړی وايي، دوی تر۱۳۵ ورځو پورې په افغانستان کې د ۸۶۰۰ سرتېرو په پرېښودلو هوکړه کړې ده.

د هغه په وینا ژر تر ژره به د تاوتریخوالي کمولو اود بندیانو په چټکه تبادله کې د لوریو هڅولو لپاره به سفر پیل کړي.

نوموړي په دې هم ټینګار کړی دی چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د نوې نېټې په ایښودلوهم کار روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي