د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دوحې پرېکړه کې له طالبانو یوازې پر بهرنیو ځواکونو د نه بریدونو کولو ژمنه اخستل شوې نه پر افغان ځواکونو.
د جمهور آزانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې، خو د دوحې هوکړې کې له دوی نه دي غوښتل شوي چې پر افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي.
زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان د سوریې په څېر نه پای ته رسېدونکی جنګ نه غواړي بلخوا افغان حکومت هم د سیاسي لارې د دغه جنګ ختمول غواړي.
نوموړي زیاته کړه، له طالبانو څخه د امریکا متحده ایالاتو کلیدي او لومړۍ درجه غوښتنه داده چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
خلیلزاد همدارنګه په خپلو خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار وکړ او وویل ښه خبره ده چې د امریکایي ځواکونو په حضور کې دا پروسه پیل شي.
د هغه په وینا د بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول هغه دوه موارد دي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو مخه یې نیولې ده او د دغه ستونزې د هواري هڅې روانې دي.
دی وايي، جګړه اوس مهال پای ته نه ده رسېدلې او د واشنتګټن څېړنې ښيي چې په کابل او ننګرهار کې د سې شنبې بریدونه داعش کړي دي.
نوموړي ویلي چې د سولې په اړه د روانو هڅو د ګډوډېدو په اړه د داعش هڅو ته په کتو، له افغان حکومت او طالبانو غواړي، چې په دغه دام کې بند نشي او د داعش په وړاندې مبارزه کې له یو او بل سره همکاري وکړي.
خلیلزاد دا هم ویلي، طالبانو او داعش د یو او بل کلک دښمنان دي او د افغان او امریکايي ځواکونو ترڅنګ طالبانو هم د داعش په وړاندې جګړه کې مهم رول ادا کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل