۲۴ ساعتونو کې له کرونا ۱۵ تنه مړ او ۳۴۹ پرې اخته شوي دی

27 ثور 1399 ساعت 12:38

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۴۹ تازه پرې اخته شوي دي.


د عامې  روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۴۹ تازه پرې اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن شنبې د غوايي ۲۷ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۱۱۳ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۳۴۹ یې مثبت وې.

دی وايي، له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۱۲۶ کابل، ۵۶ پکتیا، ۳۱ بلخ، ۲۹ هرات، ۳۷ ننګرهار، ۱۱ بغلان، لس لس په کندهار او لوګر، اته اته په سرپل او لغمان، ۷ تخار، پنځه پنځه په جوزجان او بادغیس، ۳ په کندوز او یوه یوه په بامیان، پنجشېر او میدان وردګ کې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا د دې ۳۴۹ پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ تنو ته ورسېده.

همدارنګه مجروح زیاته کړه، چې په تېره شپه او ورځ کې ۱۵ تنه د کرونا له امله مړه شوي، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۸ ته ورسېده او ۳۲ نور رغېدلي، چې د ټولو رغېدلو شمېر ۷۷۸ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح و ویل، په داسې  حال کې، چې  کرونا ورځ تر بلې هېواد کې مخ په پراخېدو ده نو خلکو ته یو ځل بیا خبرداری ورکوي، چې روغتیايي اصول جدي په پام کې ونیسي او په کور کېني.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 127907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com