د ملي امنیت شورا:

د روژې درېیمه اوونۍ کې د طالبانو بریدونه درې برابره زیات شوي

27 ثور 1399 ساعت 15:40

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د روژې مبارکې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د طالبانو بریدونه درې برابره زیات شوي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د روژې مبارکې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د طالبانو بریدونه درې برابره زیات شوي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې د غوايي ۲۷ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د روژې د درېیمې اوونۍ په جریان کې طالبانو ۷۹ تنه ملکي وګړي په شهادت رسولي او ۲۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
 
هغه و ویل«د طالبانو بریدونه د روژې په درېیمه اوونۍ کې د دوهمې اوونۍ په پرتله ۳۰۰ په سلو کې زیات شوي، دوی په ملکي وګړو هېڅ ډول رحم نه دی کړی او هغوی یې په نښه کړي دي.»
 
د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه، چې طالبانو دغه بریدونه په ۲۱ولایتونو کې کړی دي او یو ځل بیا یې ټینګار وګړ، چې طالب، داعش او نورې ترهګرې ډلې هېڅ توپیر سره نه لري او په ګډه د افغانستان د خلکو پر وړاندې حملې کوي.

ښاغلي فیصل و ویل، له نړیوالو شریکانو او متحدینو د افغانستان تمه دا ده، چې هغه مخالفین او ترهګر چې هره ورځ د افغانستان ملکي وګړي وژني برائت ورنه کړي.

ښايي د ملي امنیت شورا د ویاند اشاره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه څرګندونو ته وي، چې  ویلي یې دي، د کابل او ننګرهار بریدونه طالبانو نه بلکې داعش کړي او دا د سولې د سبوتاژ کولو په موخه شوي.

خو د ملي امنیت  شورا ویاند جاوید  فیصل وايي، ترهګر نه باید په ښو او بدو و وېشل شي، ځکه هغوی د افغانستان د خلکو قاتلین دي او پر ښځو، ماشومانو، ځوان او سپین ږیري رحم نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127912

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127912/

جمهور
  https://www.jomhornews.com