قطر کې افغان سفیر:

طالبانو نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده

28 ثور 1399 ساعت 9:31

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وايي، په جګړه د طالبانو ټینګار نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.


په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وايي، په جګړه د طالبانو ټینګار نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دلیلي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته پکار وه، چې طالبانو په خپلو بریدونو کې کموالی راوستی وايي.

خو په وینا یې طالبانو تاوتریخوالی که نه بلکې زیات کړ او پر جګړې ټینګار یې نورو ډلو ته افغانستان کې د فعالیت او بریدونو زمینه مساعده کړې ده.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، که څه هوکړه د دوی تر منځ ده، خو په افغانستان کې د سولې د راتګ اړینه وه، چې طالبانو خپل بریدونه کم کړي وای.

د ښاغلي دلیلي په وینا،افغان حکومت په همدې هدف یو طرفه اروبند اعلان کړی وو.

دی وايي، افغان حکومت د قطري چارواکو له لارې په افغانستان کې د سولې د راتلو په هدف یوه طرحه وړاندې کړې ده.

ښاغلي دلیلي زیاته کړې، چې  له طرحې  امریکا او نورو متحدینو ملاتړ کړی او د بندیانو د خلاصون، اوربند او بین الافغاني خبرو موضوعات پکې شامل دي.

په قطر کې افغان سفیر زیاته کړه، قطر له طالبانو غوښتي دي چې د سولې په خبرو کې د میرمنو ونډه برجسته کړي خو د هغه په وینا طالبانو تر اوسه له دې غوښتنې سره موافقه کړې نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com