۰

ایران کې د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښې لومړۍ موندنې اعلان شوې

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
ایران خاوره کې د افغان کارګرانو سره د شوې زور زیاتي او سیند کې د ډوبېدو پېښې لپاره ټاکل شوي پلاوي خپلې لومړنۍ موندنې اعلان کړې.
ایران کې د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښې لومړۍ موندنې اعلان شوې
ایران خاوره کې د افغان کارګرانو سره د شوې زور زیاتي او سیند کې د ډوبېدو پېښې لپاره ټاکل شوي پلاوي خپلې لومړنۍ موندنې اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پلاوی د پېښې ټول اړوند اسناد، شواهد، ویډیوګانې او انځورونه له ایراني چارواکو سره شریک کړي دي.

پلاوي پرون شنبه د غوايي ۲۷ مه له افغان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خپلې لومړنۍ موندنې شریکې کړې.

پلټونکي پلاوي موندلې چې د افغانستان او ایران ګډې پولې ته نږدې د زورزیاتي وروستۍ پېښه کې ۱۲ افغان کارګر وژل شوي او ۱۷یې لادرکه دي.

په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې د پلاوي د مشر محمد حمید طهماسي په حواله راغلي، دې پېښه کې د شاملو ۴۶ کارګرو له ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ ورک او ۱۷ تنه نور ژغورل شوي دي.

د پېښې قربانیان ټول د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي بلل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پلاوی لا هم په خپلو پلټنو بوخت دی او له ایراني چاراکو سره‌یې په دې اړه لیده‌کاته هم دوام لري.

د پلاوي مشر ښاغلي طهماسي ویلي، هر کله‌ یې چې موندنې بشپړې کړې، بشپړ راپور به ‌یې د ملي امنیت شورا له لارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پلاوي د لومړني راپور له اورېدو وروسته ویلي، حکومت به‌ یې ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي او قانوني کړي او هیله‌ یې ښودلې چې داسې پېښې به بیا نه‌ تکرارېږي.

د یادونې ده، چې د پلټونکي پلاوي او ارګ ترمنځ جوړه شوې وېډیویي غونډه کې د قربانیانو د کورنیو استازو هم برخه درلوده.

د ارګ په خبرپاڼه کې د قربانیانو د کورنیو په حواله راغلي چې پېښه باید په بنسټیز ډول وڅېړل شي او عاملینو سره‌یې په نړیواله محکمه کې حساب کتاب وشي.

باید و ویل شي، شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ایران کې اوبو ته د هغو افغان کارګرو د اچولو راپورونه خپاره شول چې په قاچاقي ډول دغه هېواد ته اوښتي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي