فاریاب کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون شوی

28 ثور 1399 ساعت 14:51

سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی له ګڼو سیمو یې پسې اخیستی دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی له ګڼو سیمو یې پسې اخیستی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي ځاي خلکو وروسته له هغې په پاڅون لاس پورې کړ، چې طالبانو د ترکمنستان له خوا شوې مرستې برمته او له ځان سره یوړې.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« ، طالبانو د شیرین تګاب پر خلکو بې کچې ظلمونه کړي دي او بالاخره یې ولسونه پر ضد راپاڅېدل چې تر اوسه طالبان له شپږو لویو کلیو څخه شاته شوي دي.»

د فاریاب والی وايي، د طالبانو په ډزو کې یو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي هم دي.

په ورته وخت کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو پر ضد د شرین تګاب د خلکو پاڅون تاییدوي وايي خلکو نن یکشنبې د غوايي ۲۸ مه پاڅون کړی او جګړه لا هم روانه ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو له ترکمنستان څخه راغلې مرستې څو ورځې ودرولې او له خوسا کېدو وروسته یې وغورځولې چې له کبله یې ولسي خلک قهرېدلي دي او اوس یې د طالبانو د ولسوال قرارګاه هم محاصره کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com