امرالله صالح:

طالبان غواړي افغان خاوره د پنجاب تر پښو لاندې شي

28 ثور 1399 ساعت 15:22

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خلکو وژنه قدرت ته د رسېدو لار بولي او غواړي افغان خاوره د پنجاب تر پښو لاندې شي.


د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خلکو وژنه قدرت ته د رسېدو لار بولي او غواړي افغان خاوره د پنجاب تر پښو لاندې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی صالح چې نن یکشنبې د غوايي ۲۸ مه ننګرهار کې د وروستي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره تللی دغه څرګندونې  د ننګرهار ولایت مقام کې  وکړې.

ښاغلي صالح و ویل، چې د کابل او ننګرهار پېښې  په هېڅ دین او سیاست کې  جواز نه لري، خو طالبان د خلکو په وژنه غواړي ځان قدرت ته ورسوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه« فکر وکړې دا قدرت ته د رسېدو یوه وسیله ده، ایا یوه انساني ډله کولی شي د ښځو د وینو له لاری ځان قدرت ته ورسوي! که قدرت ته ورسېږي نو بیا په چا حکومت کوي، خلک خو یې نه مني.»

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، افغان حکومت له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې پرلپسې  ډول پر وسله والو طالبانو د سولې د روغې جوړې غږ کړی دی خو هغوی د نه ځواب ورکړی.

ښاغلی صالح حکومت اوس هم دوی (طالبانو) ته وايي، چې راشي څه لري، چې د خبرو اترو له لارې یې حل کړو او په وینا یې که د طالبانو غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وي، نو بیا خو دا ورته شرم دي، چې له هغوی سره جوړجاړی کوي.

هغه و ویل«موږ طالبانو ته وایو راځی هر څه په خبرو حل کړوکه ستا غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، دا خو ستا لپاره د شرم او خجالتۍ ځای دی چې له هغوی سره چای څښې، بیسکیټ خورې، خاندې او بیا په ډېر ویاړ د ISI تر نظارت لاندې لاسلیک کوې او افغان وژنو ته دوام ورکوم، دا کوم افغانیت دی چې ته پرې ویاړې»

نوموړی واړندې وايي«دا جګړه ښيي‌ چې د افغانستان پر موقعیت وي او دا موقعیت باید اردو ونه لري، نظام ونه لري، مشر ونه لري، استخباراتي توانايي ونه لري او د پنجاب د پښو لاندې شي، دا د دوی غوښتنه ده.»

صالح د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا و ویل، چې د کابل او ننګرهار بریدونه طالبانو کړي او که د داعش د خرسان څانګې د مشر اسلم فاروقي اعتراف ولوستل شي، ښه ترې جوتېږي، چې داعش او طالبان څوک دي.

د ولسمشر مرستیال دغه خونړیو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته یې اعلان وکړ چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو په څېر امتیازات به ورکړي.
د یادونې ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې د جنازې مراسمو پرمهال ځانمرګي برید ۳۲ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل او په کابل کې بیا پر روغتون ډله ییز برید کې ۲۴ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
طالبانو په دواړو بریدونو کې لاس لرل رد کړل، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دوی داسې شواهد لري، چې  داغه برید طالبانو کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com