غزني کې موټر بم برید ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

29 ثور 1399 ساعت 11:19

کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د یوه موټر بم برید له امله ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د یوه موټر بم برید له امله ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه سهار وختي ۴:۴۰ دقیقې د غزني ښار ته څېرمه د ثقافت سیمه کې د ملي امنیت په ۷۰۳ ځانګړې قطعه باندې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین برید تاییدوي، خو وايي د مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو د غزني د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د هاموي ټانګ پر مټ شوي، چې له امله یې ۷ تنه شهیدان او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ټپیان ټول روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي، چې د ۸ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د موټر بم چاودنې له امله تر ۲ کیلومتره پورې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

بل خوا د غزني د عامې روغتیا ریاست هم ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۷ مړي او ۳۶ ټپیان وروړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د برید مسوولیت وسله الو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

د یادونې ده، چې له تېرو دوه اونیو راهیسې یو ځل بیا په هېواد کې ځانمرګو او وسله والو بریدونو زور اخیستی دي.

ننګرهار، لغمان، کابل، خوست، پکتیا او اوس غزنی هغه ولایتونه دي، چې په کې ځانمرګو، چاودنو او وسله والو بریدونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس: غزني
 
 


د مطلب کود: 127959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com