افغانستان کې د کرونا تازه ۴۰۸ پېښې، ټولې تر ۷ زره واوښتې

29 ثور 1399 ساعت 13:14

د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا ویرس تازه ۴۰۸ پېښې ثبت شوې او په دې سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ زرو واوښت.


د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا ویرس تازه ۴۰۸ پېښې ثبت شوې او په دې سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ زرو واوښت.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولین زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مرکزي لابراتوارونو کې د کرونا سلګونه مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې له ډې یې ۴۰۸ مثبت وې.

د عامې روغتیا وزارت خپاره شوي ارقام ښيي، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۱۶۲ یې په کابل، ۹۵ په هرات او پاتې نور یې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ تنو ته ورسېده.

د یادو وزارت چارواکو یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که د قرنطین او روغتیایې سپارښتنې په پام کې ونه نیسې نو دا پېښې به لا لوړې کچې ته لاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127967

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127967/

جمهور
  https://www.jomhornews.com