جمعیت ګوند:

له عبدالله سره نه یو، د صدرات نظام مبارزې ته دوام ورکوو

29 ثور 1399 ساعت 16:33

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له له خپل نېږدې سیاسي ملګري عبدالله عبدالله لار جلا کړې وايي، دوی د ولسمشر غني سره د عبدالله د سیاسي هوکړې برخه نه دي.


د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له له خپل نېږدې  سیاسي ملګري عبدالله عبدالله لار جلا کړې وايي، دوی د ولسمشر غني  سره د عبدالله د سیاسي هوکړې برخه نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ګوند نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه اعلامیه کې دغه هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې د هوکړې په ترڅ کې د یو غیر متمرکز نظام د رامنځته کېدو غوښتنه دوی هم لرله.

خو په وینا يې اوسني توافق کې عبدالله د نظام تمرکز او ټاکنیزو پایلو ته مشروعیت ورکړ چې په دې کار سره یې د ګوند سره خطونه مات کړي دي.

 جمعیت ګوند وايي اوسنی حکومت قانوني او مشروع نه دی، دوی کومه څوکۍ هم نه غواړي بلکې د صدارتي نظام د رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منخ سیاسي هوکړه پرون لاسلیک شوه، چې په کې عبدالله د ۵۰ سلنه کابینې په وندې د مصالحې د عالی شورا رییس هم وټاکل شو او دوستم په کې مارشال شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com