اروپایي ټولنې روغتیا وزارت سره ۵۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

29 ثور 1399 ساعت 16:38

د افغانستان لپار د اروپایي ټولنې استازي سټیفن لاک دوی په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په خاطر د عامې روغتیا وزارت سره ۵۰ ملیون ډالر مرسته کوي.


د افغانستان لپار د اروپایي ټولنې استازي سټیفن لاک دوی په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په خاطر د عامې روغتیا وزارت سره ۵۰ ملیون ډالر مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټېفن لاک دغه څرګندونې نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزارت له مالي او اداري او د پلان او پالیسۍ له مرستیالانو سره کړې دي.

نوموړي ویلی، اروپایي ټولنه په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په موخه له عامې روغتیا وزارت سره پنځوس میلیون ډالره مرسته کوي.

د هغه په وینا یاد پنځوس میلیون ډالر به د افغان حکومت له لوري له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر بشیر نورمل د اروپایي ټولنې له دې مرستې مننه کړې ده او اروپایي ټولنه یې د عامې روغتیا وزارت ښه همکاره بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com