ټرمپ:

طالبانو زموږ په شتون ډالر ګټي ځکه مو د وتلو اړه د نظر اختلاف لري

30 ثور 1399 ساعت 17:06

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، طالبان په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه ډالر تر لاسه کوي، نو ځکه یې د وتلو په اړه هم د نظر اختلاف لري.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، طالبان په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه ډالر تر لاسه کوي، نو ځکه یې د وتلو په اړه هم د نظر اختلاف لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  ټرمپ دغه څرګندونې په یوه ټوېټ کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې خبرې په غبرګون کې چې ویلي یې وه، ډونالد ټرمپ په افغانستان کې بې‌فکره عمل کوي کړې دي.

ټرمپ ویلي طالبان د دوی له حضور نه په افغانستان کې مالي ګټه پورته کوي نو ځکه یو شمېر یې  د دوی وتل نه غواړي.

هغه لیکلي«له افغانستان نه زموږ (امریکا) د وتلو په اړه طالبان بېلا بېل نظرونه لري، دوی (طالبان) زموږ له حضور څخه ډالر لاسته راوړي، په افغانستان کې موږ له لومړیو ورځې پرته هېڅکله د بریا لپاره جګړه نه‌ده کړې، موږ هلته ډېر د پولیسو په څېر عمل کړی، تر دې چې هلته د یو پوځي ځواک په توګه واوسو، اوس موږ په افغانستان کې د بیا رغونې په برخه کې رول لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې وال سټریټ ژورنال وايي طالبان پوهېږي، چې ټرمپ غواړي تر ټاکنو وړاندې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او خپله دیپلوماتیکه بریا اعلان کړي.

د ورځپاڼې په باور طالبان هم دې ته ناست دي، چې ټرمپ دا بې فکره عمل تر سره کړي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 128012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com