کندهار کې دريو پوليسو خپل پنځه ملګري وژلي دي

30 ثور 1399 ساعت 17:12

سیمه ییز امنیتی چارواکي وايي، کندهار ولایت کې دريو نفوذي پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ۱۳ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز امنیتی چارواکي وايي، کندهار ولایت کې دريو نفوذي پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ۱۳ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، تېره شپه د معروف ولسوالۍ د اتغړي په سیمه کي د ملي پولیسو په کنډک کې ۳ نفوذي پولیسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې  په کنډک کي د نورو پولیسو په ځوابي برید کي ۲ نفوذي پولیس هم ځای پر ځای وژل شوي او یو تن يې له سیمي تښتېدلی دی.

دی وايي، پولیس د دغه تن د نيولو په لټه کې دي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي.

په ورته وخت کې يوې بلې امنيتي سرچينې بیا ویلي، په دغه برید کې د کنډک د قومندان منیراحمد نوروزي په ګډون ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت طالبانو اخیستی او ادعا یې  کړې، چې په دغه برید کې یې ۱۸ سرتېري وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 128014

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128014/

جمهور
  https://www.jomhornews.com