۰

افغانستان کې د کرونا تازه ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۶
د عامې روغتیا وزرات چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸۱ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.
افغانستان کې د کرونا تازه ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزرات چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸۱ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات مرستیال وحید مجروح نن سه شنبې د غوايي ۳۰ مه د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا سلګونه شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۸۱ یې مثبتې وې.

کابل د ۱۶۵او پکتیا د ۲۶ تازه پېښو په ثبتېدو سره هغه ولایتونه دې چې په تېرو ۲۴ ساتونو کې پکې تر نورو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښې شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله تر اوسه پورې ۱۷۸ کسان مړه شوي او ۸۵۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي