ملګري ملتونه:

ملکي تلفات بوږنوونکي دي، بین الافغاني خبرې دې ژر پيل شي

30 ثور 1399 ساعت 17:52

ملګري ملتونه په افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښيي او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پيلدو غوښتنه کوي.


ملګري ملتونه په افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښيي او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پيلدو غوښتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تېره اپرېل میاشت کې ۲۰۸ ملکیانو ته تلفات اړولي دي چې د وړمې مارچ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

یونما همدا راز وايي، افغان ځواکونو هم ۱۷۲ ملکیانو ته تلفات اړولي چې د وړمې مارچ میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښيي. یونما دداعش ډلې له لوري د خونړیو بریدونو پر ترسره کولو هم جدي اندېښنه ښيي.

سرچینه زیاتوي، د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي ځکه د ملکي وګړو د تلفاتو اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده.

د یونما مشرې دیبرا لاینز ویلي ښکېل لوري دې ژر تر ژره له کرکجنو خبرو او څرګندونو ډډه وکړي او پر ځای یې دې د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره اقدامات وکړي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې باید د ملکي وګړو مرګ ژوبله ودرول شي او ټول اړخونه دې د سولې او اوربند لار خپله کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com