پروان او خوست کې پر لمونځ کوونکو ډزې شوې دي

31 ثور 1399 ساعت 8:53

سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې وسله والو کسان په خوست او پروان ولایتونو کې د لمانځ پر مهال جومات کې پر خلکو ډزې کړې او ۲۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې وسله والو کسان په خوست او پروان ولایتونو کې د لمانځ پر مهال جومات کې پر خلکو ډزې کړې او ۲۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون د غوايي ۳۰ مه ماښام او ماخوستن مهال رامنځ ته شوې دي.

د پروان امنیه قوماندان الوزی احمدي وايي، ماښام مهال د چاریکارو په خلازیو کلي کې موټر سایکل سپرو وسله والو د یوې ځايي مدرسې پر جومات برید کړي، چې ۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي یې د طالب او  داعش کار بولي خو طالبان یې بیا د افغان ځواکونو.

بل خوا په خوست کې هم د  تراوېح د لمانځ پر مهال پر خلکو وسله وال برید شوی دی.

د خوست والي حلیم فدايي ویلي، د صبریو ولسوالس کې د ګورچکو کلي پر جومات د تراویحو پر مهال وسله وال برید شوی چې د درې تنه په کې وژل شوي او یو ماشوم پکې ژوبل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پکتیکا کې هم پر خلکو هغه مهال ډزې شوې وې چې له جومات څخه د راوتلو په حال کې وو.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 128024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com