۰

مولوي هبت الله: امریکا د له موږ سره په کړې هوکړه وفا وکړي

چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د طالبانو مشر مولوي هبت الله وايي، دوی هوکړې ته ژمن دي او امریکا هم باید د سولې کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي او عمل پرې وکړي.
مولوي هبت الله: امریکا د له موږ سره په کړې هوکړه وفا وکړي
د طالبانو مشر مولوي هبت الله  وايي، دوی هوکړې ته ژمن دي او امریکا هم باید د سولې کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي او عمل پرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر دغه  څرګندونې د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې  کړې دي.

هغه په دغه  پیغام کې ویلي، دوی له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده او امریکا ته په کار ده چې د عملي کولو لپاره یې لا ډېرې چټکې هڅې وکړي.

نوموړي ویلي، د امریکا او طالبانو ګټه په دې کې ده چې دغه هوکړه عملي شي.

مولوي هبت الله خپلو ټولو وسله والو ته امر کړی چې له امریکا سره د شوې هوکړې ټول موارد عملي کړي.

ده له افغان حکومت سره د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کومې څرګندونې نه دي کړې، خو ویلي یې دي دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

د طالبانو مشر ویلي، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې هم د دوی کسان فعالیت کوي او دوی هڅه کوي په خپلو سیمو کې ددغه نړیوالې وبا د پراختیا مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي