دې نېشنل:

د افغان سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه کړل شي

31 ثور 1399 ساعت 9:45

د متحده عربي اماراتو دې نېشنل ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.


د متحده عربي اماراتو دې نېشنل ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه ورځپاڼې په مقاله کې  لیکلي سره له دې چې په افغانستان کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشو خو سولې ته لا اوږده لار پاتې ده.

خو په وینا یې د دې تر څنګ د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه یو فرصت رامنځ ته شوی دی چې باید ضایع نه کړل شي.

په مطلب کې پر افغان سیاسیونو غږ شوی چې تر هر څه سولې ته لومړیتوب ورکړی او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

لیکوال پر ناټو او امریکا هم غږ کړی چې سولې ته تر رسېدو پورې دې له افغانستان خپل ځواکونه نه وباسي.

په دغه مقاله کې راغلي طالبان هم نه یوازې دا چې تاوتریخوالی به کموي، بلکې په بشپړه توګه باید جګړه ودروي، د سولې لپاره هڅه وکړي او د افغانستان د ثبات لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید غنمیت وګڼي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com