ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده لیدنه پرون چهارشنبې د غوايي ۳۱ مه ارګ کې تر سره شوې، چې په کې د ولسمشر مرستیالانو، د ملي امنیت شورا سلاکار، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ښاغلي غني ځانګړي استازي هم حضور درلود.
ارګ وايي، په ناسته کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ.
.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.
همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل