جوزجان کې د طالبانو په غونډه هوايي برید شوی دی

1 جوزا 1399 ساعت 11:11

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې  د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د جوزجان منګجیک ولسوالۍ کې دوه ځایه د طالبانو پر غونډو برید کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې  ۲۱ وسله وال طالبان چې د ماین پر اېښودلو مصروف و وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پرون کورنیو چارو وزارت هم د د جوزجان په همدې منګجیک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 128059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com