پمپیو:

حکومت او طالبان باید د بین الاافغاني خبرو لپاره خپل رول ولوبوي

1 جوزا 1399 ساعت 11:36

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره خپل رول ولوبوي او مخامخ خبرو ته سره کېني.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره خپل رول ولوبوي او مخامخ خبرو ته سره کېني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو چې پرون چهارشنبې د غوايي ۳۱ مه واشنګتن کې خبرې کولې  د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ له سیاسي هوکړې هرکلی وکړ، ویې  ویلی دی له دغه دواړو مشرانو غواړي، چې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې  وویل«موږ اړتیا لرو، چې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره خپل رول ولوبوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تاوتریخوالی باید کم شي او امریکا سخته په هڅه کې ده، تر څو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې هدف ته ورسېږي.

پمپیو دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځانګړی استازی یې زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو د پیل او تاوتریخوالي د کمولو په موخه د سیمې پر سفر راوتلی دی.

هغه دوه ورځې وړاندې په قطر کې له طالب استازو سره پر سوله خبرې وکړ او پرون یې کابل کې دوه ځلې له ولسمشر غني او یو ځل له عبدالله عبدالله سره لیدلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

ارګ وايي له ولسمشر غني سره لیدنه کې د سولې څخه وروسته اقداماتو، بین الاافغاني خبرو، پیل، زندانیانو د خلاصون او دغه راز د اوربند او یا هم تاوتریخوالي په کمولو باندې ټینګار وشو.

خلیلزاد افغان مشرانو ته ویلي، چې دغه موضوع به له طالب استازو سره شریکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com