رویټرز:

امریکا تر دې دمه یو میلیارد ډالر مرسته نه ده قطع کړې

1 جوزا 1399 ساعت 12:27

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وایي باوري سرچینو ورته ویلي چې د امریکا دفاع وزارت تر دې دمه پر افغانستان یو میلیارد ډالر نظامي او دفاعي بودیجه نه ده کمه کړې.


رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وایي باوري سرچینو ورته ویلي چې د امریکا دفاع وزارت تر دې دمه پر افغانستان یو میلیارد ډالر نظامي او دفاعي بودیجه نه ده کمه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته له افغانستان سره د یو میلیارد مرستو د کمولو خبره کړې وه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له جوړجاړي ناهیلی شوی و.

خو اوس د امریکا په دفاع وزارت کې باوري سرچینو او همدا راز د کانګرس ځینو غړو رویټرز ته ویلي چې تر دې دمه دغه مرسته له افغانستان نه ده ګرځول شوې.

د کانګرس غړو ویلي دوی د پنټاګون درې میاشتنی راپور کتلی دی او هېڅ داسې مورد نشته پکې.

د امریکا په دفاع وزارت کې هم سرچینو تایید کړې چې تر دې دمه مرسته نه ده لغوه شوې او نه یې هم په دې تړاو د سپینې ماڼۍ یا بهرنیو چارو وزارت کومه لارښونه ترلاسه کړې ده.

دا چې دا مرسته ولې نه ده لغوه شوې امریکايي چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي، خو شنونکي وايي چې دا به د پمپیو یوه هڅه وه څو افغان سیاسیون په خپلو کې جوړجاړي ته اړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com