د مشرانو جرګې د رییس پر ولسوال ورور باندې ځانمرګی برید شوی

2 جوزا 1399 ساعت 11:47

سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلمیار په ولسوال ځانمرګی برید شوی او ټپي شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلمیار په ولسوال ځانمرګی برید شوی او ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه برید پرون د عبرګولي اوله د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند  د فارم هډې په سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړې،  پلي ۱۶کلن ځانمرګي برید کوونکي د چپرهار د ولسوال صدیق دولتزي له موټریز کاروان سره ځان وهلي دی او چاودنه یې کړې ده.

دی وايي، په دغه برید کې ولسوال او د هغه زوی ټپیان شوي، خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 128078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com