د کرونا تازه ۵۴۲ پېېښې ثبت شوې، ټولې ۹۲۱۶ شوې

2 جوزا 1399 ساعت 13:41

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، افغانستان کې کرونا ورځ تر بلې مخ په دېرېدو ده او که خلک صحي تدابیرو او سپارښتونو ته جدلي پاملرنه ونه کړي، بشري ناورین رامنځ ته کېدونکی دی.


د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، افغانستان کې کرونا ورځ تر بلې مخ په دېرېدو ده او که خلک صحي تدابیرو او سپارښتونو ته جدلي پاملرنه ونه کړي، بشري ناورین رامنځ ته کېدونکی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن جمعه د غبرګولي ۲ مه خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو  کې د کرونا ۱۰۶۰ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۴۲ یې مثبتې وې.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه تازه ثبت شویو پېښو څخه ۳۱۶ یې یوازې په کابل کې دي او په دې سره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶ تنو ته ورسېده.

ښاغلی فیروز وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۲ تنه مړه شوي هم دی، چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۵ او ۵۵ نور روغ شوي، چې د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۹۹۳ تنو ته ورسېده.

د افغانستان د روغتیا وزیر له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو او اخته کېدو د مخنیوي په خاطر د اختر په ورځو کې پخپلو کورنو کې پاتې شي.

بلخوا د افغانستان د حج او اقافو وزیر عبدالحکیم منیب هم له هغو افغانانو څخه چې د کرونا ویروس اعلایم لري وغوښتل چې د اختر لمانځه لپاره جومات ته له تګ څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ناروغ او له ناروغۍ څخه بېریدلې کسان دي د اختر لمونځ خپلو کورنو کې وکړي.

دی وايي، هغه کسان چې د کرونا ویروس علایم نه لري باید د اختر لمانځه پرمهال جومات کې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف مخکنۍ سپارښتنې مراعت کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 128086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com