اماراتو افغانستان ته ۷ ټنه طبي مواد ورکړل

3 جوزا 1399 ساعت 11:12

متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده.


متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون جمعه د غبرګولي ۲ مه کابل ته  راورسېده او افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

کابل کې د اماراتو سفیر عیسي سلیم محمد الظاهري وویل هېواد یې غواړي د افغانستان طبي پرسونل د کرونا وایرس په وړاندې هم د ځان ساتنه وکړي او هم د ناروغانو غم وخوري.

د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، چې دغه مرستې دوی ته سپارل شوې او دوی د متحده عربي اماراتو له دغه مرستې څخه مننه کي.

د یادونې ده، چې په دغو مرستو کې چې له ګووید نولس سره د مبارزې لپاره شوي، تشخیصیه وسایل، مصنوعي تنفسي ماشینونه او نور طبی وسایل شامل دي.

متحده عربي امارت تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته د کرونا وایرس د ټیست ۲۰ زره الې رالېږلې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com