کرونا په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو ده، نن ۷۸۲ پېښې ثبت شوې

3 جوزا 1399 ساعت 15:51

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کرونا ویروس افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او تر اوسه کابو ۱۰ زره کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کرونا ویروس افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او تر اوسه کابو ۱۰ زره کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۸۲ تازه پېښې ثبت شوې دي.

سرچینه زیاتوي، تر ټولو ډېرې ۳۷۷ په کابل،۱۵۰ هرات او پاتې نورې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې د تازه ثبت شویو پېښو سره افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۹۸ تنو ته ورسېده.

دغه راز تر اوسه له کورونا ناروغۍ په ټول افغانستان کې ۲۱۶ تنه مړه شړې او ۱۰۴۰ کسان روغ شوي دی.

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي چې ورسره په کابل او ولایتونو کې د قرنطین شرایط هم د اختر لپاره جدي کیږي، خو داسې ښکاري چې خلک ورته اعتنا نه کوي.

تیره ورځ هم د عامې روغتیا او حج اوقافو وزارت په یو ګډ خبرې کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې اختر په کورونو کې ولمانځي او له کورونو بهر ونه وځي، خو ګڼ ښارونه له تېرې ورځې راهیسې د ګڼې ګوڼې نه ډک دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com