طالبانو اوربند اعلان کړ، خو د تېر اختر په څېر نه

4 جوزا 1399 ساعت 12:35

وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو دا اوربند یې د دوه کاله وړاندې اختر له اوربند سره توپیر لري.


وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو دا اوربند یې د دوه کاله وړاندې اختر له اوربند سره توپیر لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په تېر اوربند کې حکومتي خلک د طالبانو تر کنټرول او طالب وسله وال د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړل.

خو دا ځل اوربند داسې نه دی طالبانو او افغان حکومت دواړو اوربند اعلان کړي، خو طالبانو ویلي، د دوی کسان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته نه شي تلای او نه هم مقابل لوري ته د ورتګ اجازه ورکوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره ترسره کړي، نو خپلو ټولو وسله والو ته یې د مشرتابه لخوا لارښوونه شوې چې د کوچني اختر په دریو ورځو کي د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسي او په هيڅ ځای کې پر دښمن باندې تعرضي عملیات تر سره نه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په هغه صورت کې که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده دوی به یې په کلکه دفاع وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ځل طالب وسله والو ته امر شوی چې هيڅوک د حکومت تر کنترول لاندې ساحو ته د تګ اجازه نه لري او نه مقابل لوري ته اجازه ورکوي چې د طالبانو سیمو ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com