ولسمشر غني: د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه شي

4 جوزا 1399 ساعت 12:45

افغان ولسمشر د طالبانو له خوا د اوربند د هرکلي ترڅنګ اعلان وکړ، چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.


افغان ولسمشر د طالبانو له خوا د اوربند د هرکلي ترڅنګ اعلان وکړ، چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن یکشنبې د غبرګولي ۴ مه ارګ کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته ملت ته په اختریز پیغام کې و ویل چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی به ډېر ژر مذاکرات پيل کړي.

ښاغلي غني دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې طالبانو د اختر ورځو کې اوربند اعلان کړ چې په ملي او سیمه ییز کچه له پراخ هرکلي سره مخ شو.

ولسمشر هم د طالبانو د اوربند د هرکلي تر څنګ، ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې اوربند مراعت کړي او یوازې دفاعي حالت غوره کړي.
د دې تر څنګ ولسمشر غنی دا هم و ویل، چې له دې وروسته له د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ هم چټه شي.

ښاغلي غني زیاته کړه«زه یو ځل بیا د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوم، اعلان کوم چې د طالب زندانیانو ازادېدل به چټک شي او جدي اقدامات به ترسره شي، په عین حال کې په طالبانو غږ کوم، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو چې له دوی سره زندانیان دې ممکنه ژر ازاد کړي.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغان مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په فوري توګه مذاکرات پیل کړي او دغه ټول شموله افغان پلاوی به د افغان دولت او ملت استازیتوب وکړي.

افغان ولسمشر وویل، چې ځینې کړۍ طالبانو ته دا فهم ورکوي، چې که اوږ مهال اوربند راعایت کړي دوی به سیاسي وزن له لاسه ورکړي.

ښاغلي غني وویل، چې طالبان د افغان ټولنې یو واقعیت دی او خپل وزن دې د سولې په میز کې تثبت کړي، نه د جګړې په ډګر کې.

محمد اشرف غني تمه وښوده چې روان اختر به د تېروو دوو کلونو په څېر اختر وي او ټینګار یې وکړ، چې روان کال به افغانستان د تل پاتې سولې شاهد ووسي.

افغان ولسمشر وویل، چې د سولې ګټونکی افغان ولس دی او جګړې ټول ولس په ځانګړې توګه ښځې بدمرغه کړې.

ښاغلي غني همداشان یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې یو سوله ييز او مرفع افغانستان د سیمې د ثبات په ګټه او له نږدې او لرې سیمه ییزو همکارانو یې وغوښتل چې د افغان سولې په بهیر کې تل پاتې همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو تېره شپه یوه خبرپانه کې د اختر درې شپې ورځې اوربند اعلان کړ، خو دا اوربند یې له تېر ځلي هغې سره دا توپیر لري، چې طالب وسله وال د حکومت، او حکومتي خلک د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د تګ اجازه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com