د هېواد د علماو سراسري شورا رئیس، شیخ القران والحدیث مولوي قيام الدين کشاف د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د علماو شورا غړي عطاالله لودین د نوموړي مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې قیام الدین کشاف نن سهار مهال له ورپېښې ناروغۍ ساه ورکړې ده.
د ولسمشر سلاکار او د پارلماني چارو وزیر ضیاالحق امرخېل هم ویلي د هیواد جید عالم مولنا قیام الدین کشاف د ژوند پور پرې کړ او ابدیت سره پیوست شوی دی.
ښاغلي امرخېل ویلي عالمان نه مري، د ده یاد به تر ډیره ژوندی او دعاو کې به شامل وي.
د یادونې ده مولوي قیام الدین کشاف د تفسیر اریانا لیکوال او د سترې محکمې په چوکاټ کې د اداري رییس او قضاوتپوه پر علمي رتبه پاتې شوی دی.
څه موده وړاندې یې یو زوی د وسله والو طالبانو لخوا ترور کړای شو.
جمهورخبري آژانس:کابل