هرات کې ګازو درې وروڼه وژلي دي

6 جوزا 1399 ساعت 9:20

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د درې ماشومان وروڼه ګازو نیولي او درې واړه یې مړه کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د درې ماشومان وروڼه ګازو نیولي او درې واړه یې مړه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له مخې پېښه پرون د اختر دوهم د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغو ماشومانو د حمام د ګرمولو لپاره ګاز چالان کړی و چې هملته ګازو نیولي او مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه ماشومان له ۱۰ نه تر ۱۵ کلونو پورې عمرونه لري او مړي یې پرون دوشنبه خاورو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 128152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com