کندهار کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

6 جوزا 1399 ساعت 9:25

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون د اختر دوهم د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار چارواکي وايي، د ملکي وګړو موټر د اروزګان له مرکز څخه کندهار ښار ته په لاره و، چې  په  یاده سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین ختلی او چاودنه یې کړې ده.

د چارواکو په خبره په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ یوه ښځه، دوه یې لورانې او یو زوی وژل شوي او د کور مشر چې موټر یې چلاوه ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 128155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com