روسیه کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده

7 جوزا 1399 ساعت 11:24

د روسیې دفاع وزارت د یوې نظامي چورلکې د نسکورېدو او په کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د روسیې دفاع وزارت د یوې نظامي چورلکې د نسکورېدو او په کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا چورلکه پرون د روسیې په شمال ختیځ سیمه کې نسکوره شوې ده.

د چوکوتکا جزیرې والي رومن کوپین ویلي، دا Mi-8 ډوله چورلکه د اګولنیه هوایي ډګړ ته څېرمه رانسکوره شوې او پکې سپاره څلور کسان ټول وژل شوي دي.

چارواکي وایي، ډېر احتمال شته دی چې دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله را لوېدلې وي خو پولیسو د پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

دا په روانه میاشت کې دویمه چورلکه ده چې د تخنیکي ستونزو له امله نسکورېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com