ټرمپ:

ټول ځواکونه وباسم، خو کره نېټه یې نه ده معلومه

7 جوزا 1399 ساعت 11:33

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هر څومره ژر چې کېږي ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو کره نېټه یې ده معلومه.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هر څومره ژر چې کېږي ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو کره نېټه یې  ده معلومه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون سه شنبې د غبرګولي ۶ مه په  یوه ناسته کې  خبریالانو ته زیاته کړې« طالبانو سره په تعامل کې یو، ولسمشر سره په تعامل کې یو، هغه خپله لاره هواره کړې ده، دوو کسانو د ولسمشرۍ دعوه درلوده، خو موږ په تعامل کې یو ځکه تاسو پوهېږئ چې هغوی خپل سیالان او علتونه درلودل.»

هغه وړاندې و ویل«موږ په اصل کې د سرتېرو نه بلکه د پولیسو رول لوبوو، موږ د څارلو لپاره هلته نه یو تللي.»

خو دا یې هم زیاته کړه، که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره اړتیا پیدا شوه هغوی به لکه جنګیالي بېرته واستول شي نه د پولیسو په شان.

په ورته وخت کې  نیویارک ټایمز له ځینو سرچینو لیلکي د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنو ته چمتو کیږي او هغه د جمهوریخواه حزب له خوا نوماند هم دی نو غواړي په دغه وخت کې خپله د ۲۰۱۶ کال ژمنه چې د افغانستان د جګړې ختمول و عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com