افغان حکومت ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړل

7 جوزا 1399 ساعت 11:45

د ولسمشر غني له فرمان سره سم افغان حکومت د ښه نیت او سولې د بین الاافغاني خبرو د پیل په موخه ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړل.


د ولسمشر غني له فرمان سره سم افغان حکومت د ښه نیت او سولې  د بین الاافغاني خبرو د پیل په موخه ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شمېر زندانیان پرون د بګرام او د هېواد د یو ځینو نورو بند خونو څخه خوشي شول.

د دغه بندیانو د خوشي کېدو فرمان ولسمشر غني د اختر په ورځ وروسته له هغې ورکړ، چې طالبانو د اختر درې ورځې  اوربند اعلان کړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دولت د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د ژر پېلېدو په ګډون د سولې د هڅو د بریا لپاره ۹۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل.

دی زیاتوي، که طالبان د افغانانو له غوښتنې سره سم د اوربند د غځولو اعلان وکړي، افغان حکومت به نه ‌یوازې اوربند ته دوام ورکړي، بلکې د طالبانو نور بندیان به هم خوشې کړي.

دا زندانیان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي فرمان له مخې پرون د سې شنبې په ورځ راخوشې شول. حکومت د دوشنبې په ورځ هم ۱۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي وو.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د سلګونو طالب زندانیانو له راخوشې کېدو سره به طالبان هم خپله ژمنه عملي کړي.

په همدې حال قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه د حکومت له‌خوا د ۹۰۰ طالب زندانیانو د راخوشې کېدو هرکلی کړی دی.

شاهین لیکلي، د مقابل جهت لخوا د ۹۰۰ بندیانو خلاصون یو ښه پرمختګ دی. اسلامي امارت به هم ډیر ژر یو ښه تعداد بندیان خوشي کړي، ان شاءالله.

د یادونې ده، چې په اختر کې د حکومت او طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند په نړیواله کچه هرکلی وشو او له دواړو لورو یې  وغوښتل، چې دغه پروسه نوره هم وغځوي، جګړې ودروي او د سولې  خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com