طالبانو پروان کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي او دوه یې برمته کړي

8 جوزا 1399 ساعت 12:12

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پروان ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پروان ولایت کې  د امنیتي او دفاعي ځواکونو په  یوه پوسته برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاییدوي، چې طالبانو تېره شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په انتن سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی وو.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور طالبانو له ځان سره برمته بېولي دي.

د پروان د والي ویانده وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې یو جسد یې په میدان کې پاتې  دي.

طالبانو تر اوسه په دې  اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ وروسته له هغې نښته شوې، چې طالبانو د افغان ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com