پر سختددریځۍ د اروپايي ټولنې د څار اداره:

حزب التحریر د افغانستان لپاره یو بل لوی ګواښ دی

8 جوزا 1399 ساعت 12:15

پر سختددریځۍ د اروپايي ټولنې د څار اداره وايي، حزب التحریر چې د اسلامي خلافت هڅې کوي، د افغانستان لپاره تر دې وروسته بل لوی ګواښ دی.


پر سختددریځۍ د اروپايي ټولنې د څار اداره وايي، حزب التحریر چې د اسلامي خلافت هڅې کوي، د افغانستان لپاره تر دې وروسته بل لوی ګواښ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه راپور کې ویلي، حزب التحریز چې په ۱۹۵۲ کال د شیخ تقي نباهاني له خوا رامنځته شوې، په افغانستان کې د جمهوریت او اوسني نظام سرسخته مخالفه ده او فکر کوي چې د اوسني نظام ټولې چارې کفار مخته وړي.
 
سازمان وايي، حزب التحریر فکر کوي چې تر څو افغانستان کې د امریکا او غربیانو لاس پرې نشي ستونزې به پکې پر ځای وي.

له همدې کبله د سازمان د راپور له مخې دا ډله چې کوم ځانګړی ګوند نه دی له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغان حکومت پر ضد فعالیتونه کوي.

راپور وايي، د حزب التحریر اصلي هدف دا دی چې افغان حکومت چپه کړي او واګي یې په خپل لاس کې واخلي چې د دې کار لپاره یې تبلیغاتي دستګاه باندې تکیه زیاته ده.

دغه راپور کې ویل شوي، یاده ډله جوماتونو، پوهنتونو، مدرسو کې کتابونه او مجلې وېشي همدا راز ویبسایټ هم چلوي او خلک دې ته هڅوي چې د حکومت تخته په سیاسي مبارزه چپه کړي اوخلافت راولي، خو که دا کار ونشي بیا اړتیا ده چې جهاد پيل شي.

راپور وايي، په ظاهري ډول خو حزب التحریر وايي، له داعش سره په دې توپیر لري چې په وینا یې داعش بهرنۍ فکري ډله ده، خو زیاتره غړي یې د هدفي او ترهګریزو بریدونو لپاره په پاکستان کې له داعش، القاعدې اوطالبانو سره یو ځای د افغان حکومت پر ضد کار کوي.

په راپور کې ويل شوي، حزب التحریر په اصل کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ښی لاس دی چې په افغانستان او سوریه کې یې داعش سره ډېره مرسته او همکاري کړې ده.

راپور وايي، حزب التحریر ته یوازې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغان حکومت پام ور اوښتی دی خو دا ډله یې لوی ګواښ نه دی بللی ځکه یې په دې اړه اقدامات سست دي او د خلکو نیوکې یې پارولې دي.

اروپايي ټولنې د څار بنسټ وايي، خبردای ورکړی، چې په اطرافي او سني مذهبه سیموکې د حزب التحریر نفوذ ورځ تر بلې په پراخېدو او دا ډله د ورو ورو د یوې خطرناکې ډلې په توګه د راڅرګندېدو په حال کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 128203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com