پر سوله د افغانستان، امریکا او ازبکستان درې اړخیزه غونډه وشوه

8 جوزا 1399 ساعت 12:17

افغانستان، امریکا او ازبکستان د افغان سولې او بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو په اړه درې اړخیزه ناسته کړې ده.


افغانستان، امریکا او ازبکستان د افغان سولې او بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو په اړه درې اړخیزه ناسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه ناسته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست حنیف اتمر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ډېوېډ هېل او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تر منځ وشوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه ویډويي کنفرانس کې  درې واړه لورو پر افغان سوله او  په کې د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل خبرې اترې  وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه درې اړخیزه ناستې  تایید کړی او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، درې واړه لورو د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیلېدو موافقه وکړه.

خبرپاڼه کې ویل  شوي« موافقه وشوه چې بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي ترڅو په‌کې پر سرتاسري اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر یوې سیاسي نقشې بحث وشي.»

د غونډې برخه ‌والو د اختر د درې ورځني اوربند د ادامې هیله کړې او ټینګار شوی دی چې بیا امنیتي وضعیت تر اوربند مخکې وخت ته ستون نه ‌شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com