فاریاب کې ترافيکي پېښې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

8 جوزا 1399 ساعت 12:32

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه سهار مهال د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، پېښه د دوه موترو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې  په کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته او ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 128207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com