کابل والي:

د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معافېږي

8 جوزا 1399 ساعت 12:36

د کابل والي وایي له کرونا سره د مبارزې کمیټه د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي.


د کابل والي وایي له کرونا سره د مبارزې کمیټه د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد یعقوب حیدري چې له کرونا سره د مبارزې کمېټې مشري هم پر غاړه لري نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه خبري ناسته کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل د هغو کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل چې لګښت یې تر زر افغانیو پورې رسېږي دا کمېټه به یې اړوندو مراجعو ته تحویل کړي.

کابل والي وايي، په دې سره به د شاوخوا پنځوس سلنه کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معاف شي.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com