ناټو د کرونا د تشخیص لپاره افغانستان کې لابراتوار پرانست

8 جوزا 1399 ساعت 16:37

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د کورونا د تشخیص لپاره د ځانګړی GeneXpert 16 لابراتوار د پرانستلو خبر ورکړی دی.


د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د کورونا د تشخیص لپاره د ځانګړی GeneXpert 16 لابراتوار د پرانستلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو ویلي، په دې لابراتوار کې ټول ټال ۳۸ تنه د ټکنیشن برخې پیاوړي کارکوونکي ګمارل شوي، چې د کورونا د چټک تشخیص برخه کې به فعالیتونه ترسره کوي.

د ناټو د لوژستیک برخې مسوولان وايي، دغه نوي لابراتوار ته د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص یو کیټ، د بایو فایر ۶ دستګاوې او ۴ جین ایکسپرت او (Thermo Fisher) په نوم ماشینونه راوړل شوي دي.

ناټو وايي، د دغه لابراتوار ټول ظرفیتي او مالي امکانات د اتریش، ناروې او امریکا لخوا ورکول کېږي.

ناټو نه دي ویلي چې ایا دا لابراتوار به یوازې د بهرنیو ځواکونو معاینات کوي که د افغان ځواکونو او عامو وګړو معاینات به هم ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دا مهال د کورونا نږدې ۱۳ زره پېښې تثبیت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com